د م.م ځانګړي ماموریت په شتون کې د افغانستان لپاره د بل ځانګړي استازي ټاکل یو غیر ضروري امر دی

د م.م ځانګړي ماموریت په شتون کې د افغانستان لپاره د بل ځانګړي استازي ټاکل یو غیر ضروري امر دی سیاست
د م.م ځانګړي ماموریت په شتون کې د افغانستان لپاره د بل ځانګړي استازي ټاکل یو غیر ضروري امر دی

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په ټاکل کېدو غبرګون ښودلی او دا یې یوه غیر ضروري کړنه بللې ده.

بهرنیو چارو وزات په دې تړاو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې دغه وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۲۷۲۱ پرېکړه لیک له تصویب او د دې شورا د ایمي غړو ترمنځ اختلاف سره سره د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي، چې د افغانستان لپاره دې بل ځانګړی استازی وټاکي، خواشیني څرګنده کړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملګرو ملتونو د ځانکړي ماموریت په شتون کې د افغانستان لپاره د اضافي ځانګړي استازي ټاکل یو غیر ضروري امر دی، ځکه په افغانستان کې اوس جګړه نشته او یو مرکزي حکومت حاکم دی، چې د هېواد ګټي خوندي او خپل مکلفیتونه ترسره کولو ترڅنګ د دوه او څو اړخیزو میکانیزمونو له لارې د مسایلو د حل او مدیریت وړتیا لري.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د افغانستان او نړۍ په معاصر تاریخ کې ځانګړو استازو نه یوازي داچې هیڅ شخړه حل کړې نه ده، بلکه د پردیو نسخو په تحمیلولو سره یې وضعیت نور هم پېچلی کړی دی.

اسلامي امارت په داسې حال کې په دې اړه غبرګون ښيي چې تېره ورځ د ملګرو ملتو غړو هېوادونو د افغانستان لپاره یو بل ځانګړی استازی وټاکه.

تړلي موضوعات