پر دولتي ادارو د پاته طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو ورکړه پیلېږي

پر دولتي ادارو د پاته طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو ورکړه پیلېږي سوداګرۍ او اقتصاد
پر دولتي ادارو د پاته طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو ورکړه پیلېږي

د افغانستان مالیې وزارت وایي،د ریاست الوزراء د حکم پر بنسټ له فتحې وړاندې پر دولتي ادارو د پاتې طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو د ورکړې لړۍ پیلوي.

یاد وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې له یاد حکم سره سم پر دولتي ادارو د یو شمېر قرار دادي شرکتونو، حکمي او حقیقي اشخاصو د پاتې طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو ورکړه تائيد شوې، چې د ملي بودیجې له اصول نامې سره سم به یاد پورونه ورکول شي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي ، چې تر دې مهاله یې د ۲۶ دولتي ادارو پاته طلبات، تضمینات او تامینات تثبت کړي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د پاتې ادارو د طلباتو، تضمیناتو او تامیناتو تر تثبت وروسته به له اصولو سره سم د هغوی د ورکړې پروسه هم پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره اداره کې په یو شمېر وزارتو او دولتي ادارو باندې د ځینو قرار دادي شرکتونو پورونه پاتي دي، چې اوس مهال اسلامي امارت غواړي چې د دغو قرار دادي شرکتو، حکمي او حقیقي اشخاصو ته له اصولو سره سم د هغوی پورونه ورکړي.

تړلي موضوعات