اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري

اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري سیاست
اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار او پنجشېر ولایتونو له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره کتلي دي.

مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت له قومي، ژبني او سمتي تبعیض پرته ټولو قومونو ته د قدر په سترګه ګوري.

نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد هرې سیمې ته ودانیزې پروژې په پام کې نیول شوي او اوس د دې وخت دی چې ټول افغانان د هېواد په ابادۍ او د اسلامي نظام په ټینګښت کې برخه واخلي.

بلخوا دغو مشرانو هم په دې لیدنه کې له اسلامي امارت څخه ملاتړ د ټولو افغانانو دیني او ملي مسؤلیت وباله او د اسلامي نظام د ثبات او دوام لپاره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.

د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال څه موده وړاندې له ناروغۍ څخه تر رغېدو وروسته د ډاکترانو په مشوره بیرته خپل کار ته ستون شوی، چې د ټولنې له بیلابیلو اقشارو، دولتي مسؤولینو او نورو بهرنیو چارواکو سره یې لیدنې پیل کړي دي.

تړلي موضوعات