تېره اوونۍ کې۸۸۱۲۲ مټریک ټنه انتقالات شوي

تېره اوونۍ کې۸۸۱۲۲ مټریک ټنه انتقالات شوي سوداګرۍ او اقتصاد
تېره اوونۍ کې۸۸۱۲۲ مټریک ټنه انتقالات شوي

د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، تېره اوونۍ د مرغومي له لومړۍ څخه تر ۷مې نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۸۱۲۲مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

دې ادارې زیاته کړې، چې په دغو انتقالاتو کې نفتي، غیر نفتي او نور مواد شامل دي، چې له ډلې یې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۷۱۱۳ ټنه، د اقینې لارې ۳۳۵۷ ټنه او د تورغونډۍ له لارې ۱۷۶۵۲ ټنه تر سره شوي دي. 

په ورته مهال خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دې موده کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۷۳ ټنه سوداګریز توکي هم بهرنیو هیوادونو تن صادر شوي، چې ډېره برخه یې وچه میوه او کینو دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې، دغه اداره سوداګرو ته د انتقالاتو د مناسبو شرایط او غوره اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره له زیاته هڅه کوي.

تړلي موضوعات