هېوادوالو ته دې معیاري روغتایي خدمات ورسول شي
د عامي روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د زابل، سمنګان، جوزجان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا ریاست له رئیسانو سره په لیدنه کې هېوادوالو ته پر وخت د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کړی دی.
ښاغلي عباد دغه راز په دې لیدنه کې د یادو ولایتونو په عامې روغتیا ریاستونو کې د خالي بستونو لپاره د ازادو سیالیو له لارې د وړ کسانو د استخدام سپارښتنه هم کړې.