د ترکیې ولسمشر د اسرائیلو صدراعظم هټلر ته ورته دی
د ترکیې ولسمشر په انقره کې یوې ناستې ته د وینا په ترڅ کې وویل، چي د اسراييلو لومړي وزير نتنیاھو د هټلر سره په وحشیانه کړنو کې هېڅ توپير نه لري.
نوموړي زیاته کړه: هټلر چي په تاریخ کې څه کړي آيا د اسراییلو لومړی وزير د هغه څخه څه لږ زورزیاتی کوي، د نوموړي په خبره، د هټلر د سخت چلند له امله د جرمني ولس سر تر نن ورځې ټیټ دی.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان په وینا نتنیاھو تر هټلر شتمن هم دی اما بیا هم هرومرو د لویدیځ او په ځانګړي ډول امريکا ملاتړ ترلاسه کوي.
د ترکیې ولسمشر نېوکه وکړه، چې نتانیاهو د لویدیځ په ملاتړ او مرستې تر دې مهاله تر شل زره زیات مظلوم فلسطینیان وژلي دي.
د ترکيې ولسمشر ته د اسرائیلي صدراعظم غبرګون
د ترکيې ولسمشر له وینا وروسته د اسراييلو لومړي وزير په غبرګون کې خپله خواشینې څرګنده کړه او ویې ویلي يي دي د ترکيې ولسمشر موږ ته اخلاقيات نشي را ښودلی.
هغه هم په سخته ژبه نېوکه وکړه، چې د ترکیې ولسمشر د کردانو په وړاندې قومي تصفیه کوي او خبریالان یې په زندانونو کې اچولي دي.