له ممنوعه ډلو د اسلامي امارت د لرې کولو پروسه وروستي پړاو ته رسېدلې

له ممنوعه ډلو د اسلامي امارت د لرې کولو پروسه وروستي پړاو ته رسېدلې سیاست
د کورنیو چارو وزیر د روسیې امنیت شورا منشي سره کتلي

د روسیې د امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره کتنه کې کړې دي.

 

دې کتنه کې د روسیې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي اور چوک، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف او کابل کې د روسیې سفیر دمتري ژیرنوف هم شتون درلود.

 

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د روسیې استازي ویلي، د روسیې حکومت ممنوعه ډلو څخه د اسلامي امارت ویستلو پروسه وروستي پړاو ته رسېدلې او په لنډ وخت کې به بشپړه شي، چې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ بېلابېلو برخو کې پراختیا ومومي.

 

ښاغلي شویګو امن افغانستان د سیمې هوساینې او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

 

بلخوا د کورنیو چارو وزیر کابل ته د روسیې لوړ پوړي پلاوي سفر مثبت او مانا لرونکی ګام بللی دی، چې د کابل او مسکو ترمنځ به اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

 

خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، افغانان اوس خپلواک او پر خپل سیاسي برخلیک حاکم دي او خپلې فیصلې پخپله کوي.

 

دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسائلو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

تړلي موضوعات