وروستیو پرمختګونو اسلامي امارت سره د همکاریو پراخولو پایلې ته رسولي یو

وروستیو پرمختګونو اسلامي امارت سره د همکاریو پراخولو پایلې ته رسولي یو سیاست
کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي کابل ته د سفر په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء او بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او اړوندو نورو موضوعاتو خبرې کړې.

 

ښاغلي عراقچي دغه راز د لیدنو بهیر کې د نشه یي توکو په وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ګټوره بللې.

 

ایراني لوري وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو اړوند ارګانونه دې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې برخه کې تجربې سره شریکې کړي.

 

نوموړي کابل ته خپل سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي مسیر د پیل په مانا یاد کړی، چې دوې اړخیزې اړیکې به نوي څپرکي ته د ننه کړي.

 

عراقچي د ایران امنیت او ثبات د افغانستان په امنیت او ثبات پورې تړلی بللی په خبره یې، افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو دغه هېواد سره د همکاریو پراخولو پایلې ته رسولي.

 

د ایران بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کوي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ تر بل هر وخت ډپیلوماټیکي، اقتصاد او سوداګریزې اړیکي پیاوړې شوې دي.

تړلي موضوعات