د حماس جهادي غورځنګ پلاوی روسیې ته ځي
د روسیې ټاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې فلسطین کې د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر مرستیال موسی ابو مرزوق په مشرۍ یو پلاوی پلان لري چې مسکو ته د سفر په ترڅ کې د بشري ناورین په کمولو کې له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.
ټاس خبري اژانس د حماس غورځنګ د یوې سرچېنې له قوله ویلي، دغه پلاوی به نن دوشنبه مسکو ته سفر وکړي او له روسي چارواکو به وغواړي، څو پر اسرائیلو فشار راوړي چې خپلو ژمنو ته غاړه کیږدي.
یاد پلاوی داسې مهال روسیې ته سفر کوي چې غزه کې صهیونېست ځواکونه وخت ناوخت له اوربند څخه سرغړونې کوي.