د تېرې ادارې چارواکو ته د خلیلزاد توصیه؛ د ISI تبلیغاتي الې مه جوړېږئ

د تېرې ادارې چارواکو ته د خلیلزاد توصیه؛ د ISI تبلیغاتي الې مه جوړېږئ افغانستان

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه د تېرې ادارې چارواکو ته توصیه کړې چې د پاکستاني استخباراتو تبلیغاتي الې مه جوړېږئ.

خلیلزاد دا هم لیکلي، داسې راپورونه دي چې ترکیه کې مېشت د تېرې ادارې چارواکي د پاکستاني استخباراتو په جوړېدونکو ناستو کې ټېټ جګ کیږي.

نوموړي همدې ناستو ته په اشارې ویلي، پاکستان له پخوانیو څېرو کار اخلي او هغوۍ بیا افغان ځوانان مرګ ژوبلې ته اړ باسي.

دغه افغان الاصله امریکايي ډېپلوماټ پخواني چارواکي مخاطب کړي او لیکلی یې دي پاکستان ترکيه کې د مېشتو چارواکو سره ناستې د ځان په ګټه کوي او هغوی دې د ISI تبلیغاتي الې نه جوړېږي.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې ادارې ځینې چارواکي او پخواني جنګ سالاران یو ځل بیا هڅه کوي، چې د ګاونډیو او سیمې استخباراتي کړیو په مټ افغانستان کې نا امني رامنځته کړي، خو د اسلامي امارت امنیتي چارواکو ویلي و، چې د افغانستان د ناامنۍ ارمان به د هر چا یوازې ارمان پاتې شي.

تړلي موضوعات