افغانستان له اقلیمي بدلون متاثره دی، نړی باید دې برخه کې سیاسي چلند ونه کړي
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام یا UNDP مرستیال ډاکټر دوویل موکرجي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص سره کتلي.
د ملګرو ملتونو د دې بنسټ مسئولینو ویلي، افغانستان له اقلیمي بدلون متاثره دی او نړۍ باید دې موضوع کې سیاسي چلند ونه کړي.
ډاکټر موکرجي زیاته کړې، د کاپ ۲۹ مې غونډې وروسته افغانستان کې د چاپېریال ساتنې پروژو پلي کولو ته د نړېوالو پارملرنه زیاته شوې او دغه بنسټ افغانستان سره د لا زیاتو مرستو د راجلبولو هڅې کوي.
دې کتنه کې ښاغلي خالص اقلمي بدلون برخه کې د اسلامي امارت پر ژمنتیا ټینګار کړی په خبره یې، دغه مسئله باید سیاسي نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د چاپېریال ساتنې ملي اداري مسئولینو افغانستان کې د اقلیمي بدلون او چاپېریال ساتنې برخه کې د نړۍ په دوه ګوني چلند نیوکه کړې وه.