د خوست علیشېرو پېښې اصلي عاملین په ډاګه شول
د خوست امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د خوست علیشېرو ولسوالۍ کې د ترسره شوي جنايت او وحشي پېښې په تړاو له اوو شکمنو کسانو یې درې اصلي عاملين په ډاګه شول.
د یاد ولایت امنیه قومندانۍ ویاند طاهر احرار ویلي، چې دا کسان د قومندانۍ او استخباراتو رياست ځواکونو په ګډو هڅو نیول شوي.
طاهر احرار زیاته کړې، چې د نيول شويو کسانو له ډلې پلار يې د پېښې په شپه عليشېرو ولسوالۍ کې او دوه ﺯامن يې چې د پلار له اعتراف سره سره يې تېښته کړې وه؛ نن ورځ د ځاځي ميدان ولسوالۍ يوه لرې پرته سيمه کې ونيول شول.
د نوموړي په خبره، چې په نيول شويو کسانو کې ۵۰ کلن منګل ولد تيلا او د هغه دوه ﺯامن ۲۰ کلن احمد او ۱۸ کلن حفيظ الله شامل دي، چې اصلي د پکتيا ولايت سيدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي دي او اوس د عليشېرو بوخانه سيمه کې هستوګن دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند زیاتوي، چې يادو کسانو د لومړنيو تحقيقاتو په جريان کې منلې چې دا لوى جنايت دوى ترسره کړى، خو د بېلابېلو اعترافاتو له امله لا تر اوسه نه ده واضحه شوې چې دوی ولې او څرنګه دا وحشت ترسره کړی.
د قومندانۍ مسؤلینو ویلي، چې له نیول شویو کسانو سره دوه میله کلاشېنکوف او یو لاسي بم هم نیول شوي.
امنیه قومندانۍ مسؤلینو زیاته کړې، چې د يادو کسانو دوسيې به د وروستيو اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي څو د اسلامي شريعت د جزايي احکامو مطابق سزاوې ورکړل شي.
د یادونې وړ ده، چې یادو کسانو د تېرې چهارشنبې په شپه خوست علیشېرو بوخانه سیمه کې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه بې رحمانه ډول شهیدان کړي وو.