اسلامي پراختیایي بانک له افغانستان سره ۲۴.۶ میلیون ډالر مرسته کوي

اسلامي پراختیایي بانک له افغانستان سره ۲۴.۶ میلیون ډالر مرسته کوي سوداګرۍ او اقتصاد
اسلامي پراختیایي بانک له افغانستان سره ۲۴.۶ میلیون ډالر مرسته کوي

اسلامي پراختیايي بانک ویلي، له مرستندویو بنسټونو سره د څو تړونو له لاسلیک وروسته له افغانستان سره ۲۴.۶ میلیونه ډالره مرسته کوي.

اسلامي پراختیایي بانک په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې دغه مرسته شوې پیسې به په روغتیایي، له ماشومانو څخه ملاتړ، د روغیتایي خدمتونو د ښه والي او غذایي خوندیتوب په برخو کې په افغانستان کې په مصرف ورسول شي.

دغه مرسته داسې مهال اعلانیږي چې تر دې وړاندې د اروپایي ټولنې په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو کولو  خبر ورکړی و.

تړلي موضوعات