د بوستان سبز شرکت د بیا فعالیدو لپاره هڅې پیل شوي

د بوستان سبز شرکت د بیا فعالیدو لپاره هڅې پیل شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د بوستان سبز شرکت د بیا فعالیدو لپاره هڅې پیل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ او کور او ښارجوړولو وزارتونو په ګډه د بوستان سبز شرکت د بیرته فعالېدلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

په همدې تړاو جلسه کې د هر اړخیزو او تخنیکي بحثونو وروسته د دولت او خلکو ګټو په نظر کې نیولو سره پرېکړه شوې، که چېري د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د زراعتي پراختیا صندوق د دې شرکت د بیا فعالېدو په برخه کې پانګونې ته لېواله وي خپل پروپوزل دي ترتیب او راتلونکې جلسې ته وړاندې کړي.

د یادولو وړ ده چې د بوستان سبز زراعتي او مالداري شرکت یو زراعتي- تولیدي شرکت دی چې له څو کلونو را پدېخوا د فعالیت له دریدو وروسته اسلامي امارت هڅه کوي دغه شرکت بیرته فعاله کړي.

تړلي موضوعات