هندي چارواکو سره د دوه اړخیزو اړېکو پر پراختیا خبرې شوې
د ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د هند بهرنیو چارو وزارت د PAI چارو مرستیال جی پي سینګ کوله سره کتلي دي.
ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، دې کتنه کې له هندي پلاوي سره د دوه اړخیزو همکاريو پر پراختیا، بشردوستانه همکاریو او نورو اړینو مسایلو خبرې شوې دي.
همداراز دې کتنه کې دواړو لوریو په ګډې همکارۍ ټېنګار کړی او د کابل او نوي ډیلي ترمنځ یې د لازیاتو تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره علاقه مندي ښودلې ده.