د سیاسي مرستیال په مشرۍ د سیاسي کمېسیون ناسته شوې

د سیاسي مرستیال په مشرۍ د سیاسي کمېسیون ناسته شوې سیاست
د سیاسي مرستیال په مشرۍ د سیاسي کمېسیون ناسته شوې

د ارګ لخوا په دې تړاو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې د هېواد او سیمې پر وروستي وضعیت خبرې شوي او د اسلامي امارت پر کورنیو او بهرنیو پالیسیو مفصل بحث شوی دی.

په ورته مهال خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په دې ناسته کې د کورني سیاست پر مسودې او ځینو موضوعاتو بحث او ځینې پریکړې شوي دي.

په همدې حال کې د ارګ له لوري په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سیاسي کمېسیون په دې غونډه کې په بهر کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون چارې هم ارزول شوي او د لا ښه والي په موخه یې اړوند مسؤولینو ته ځینې سپارښتنې شوي.

تړلي موضوعات