خصوصي سکتور د اسلامي امارت مټ دی

خصوصي سکتور د اسلامي امارت مټ دی سوداګرۍ او اقتصاد
خصوصي سکتور د اسلامي امارت مټ دی

د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان متشبثینو ملي مشورتي بورډ غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې خصوصي سکتور د اسلامي امارت مټ دی او د صنعت د ودې بشپړ ملاتړ کوي.

د سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي عزیزي ویلي، چې اسلامي امارت د خصوصي سکتور په اړه ښه نظر او باور لري ځکه د هېواد د پرمختګ لاره د فابریکو جوړول او د کرنې سکتور پیاوړي کول اړین دي.

په دې ناسته کې د متشبثینو ملي مشورتي بورډ غړو د خپلو فعالیتونو او په بهر کې په نندارتونو کې د ګډون په اړه معلومات وړاندې کړي، چې په کراچۍ بندر، بانکونو او د صنعتي جوازونو په اړه یې خپلې ستونزې او ننګونې شریکې کړي.

همدا راز د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د مشورتي بورډ غړو د اندېښنو په اړه ویلي، چې له ستونزو یې خبر دي او هڅه کوي چې د کراچۍ بندر ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

تړلي موضوعات