لسګونو کورنیو او بهرنیو کمپنیو په هېواد کې تر ۱۰میلیارد ډالرو زیاتې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

لسګونو کورنیو او بهرنیو کمپنیو په هېواد کې تر ۱۰میلیارد ډالرو زیاتې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې سوداګرۍ او اقتصاد
لسګونو کورنیو او بهرنیو کمپنیو په هېواد کې تر ۱۰میلیارد ډالرو زیاتې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د ریاست الوزرا قتصادي معاونیت وایي، اسلامي امارت په هېواد کې پانګونې ته زمینه برابره کړې، چې د روان ۱۴۰۲ کال په جریان کې سلګونو کورنیو او بهرنیو کمپینو د ۱۰ میلیارده او ۶۵۴ میلیون ډالرو په ارزښت پانکونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې، چې دغه کمپنۍ په ګاونډیو، سیمي، عربي او نورو لوېدیځو هېوادونو کې د پانګونې مخینه لري.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو کورنیو او بهرنیو کمپنیو سره د کانونو د استخراج اوپروسس، د برېښنا لېږد او زېربناوو جوړولو په برخه کې تړونونه شوي ، چې د پانګونې ټولیز ارزښت یې ۶میلیارده او ۶۸۲ میلیون ډالرو ته رسیږي.

همداراز د برېښنا تولید، سوداګریزو مرکزونو او اقتصادي زونونو جوړولو، ټرانسپورت او برېښنایي حکومتولۍ، دګمرکونو عصري کولو او نورو برخو کې به هم په نږدې راتلونکې کې له دغو کمپینو سره بیلابیل تړونونه وشي.

تړلي موضوعات