د افغانستان بانک رئیس کابل کې د یوناما له مشرې سره کتلي

د افغانستان بانک رئیس کابل کې د یوناما له مشرې سره کتلي افغانستان
انځور د افغانستان بانک

د افغانستان بانک رئیس نوراحمد اغا د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره کتلي.

 

دې کتنه کې په افغانستان کې د مالي او بانکي سکټور د وضعیت په اړه خبرې شوې دي.

 

د افغانستان بانک رئیس ویلي، دوی د افغانستان مالي او بانکي سکټور ودې ته ژمن دي او له دې لارې د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول ترسره کوي.

 

دې کتنه کې روزا اوتونبایوا هم د افغانستان اقتصادي رغښت کې د مالي او بانکي سکټور وده او پرمختګ د ارزښت وړ بللی او دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

تړلي موضوعات