حوثي ځواکونو تازه د اسرائیلو په یوه بله کښتۍ برید کړی
العربیه خبري شبکې د حوثي ځواکونو د ویاند یحیی سریع له قوله ویلي، چې په سور سمندرګي کې یې د اسرائیلو د ایلات ښار اړوند سیمه کې یوه سوداګریزه کښتۍ د توغندیو په واسطه په نښه کړې.
العربیه زیاتوي، چې دغه کښتۍ د اسرائیلو د ام سي سي یونایټیډ سوداګریز شرکت اړونده وه، چې د حوثي ځواکونو له لوري ورکړل شویو درېیو خبرداریو ته له پام نه کولو وروسته په نښه شوې ده.