اسرائیل د لوېدیځ په ملاتړ بې ګناه خلک وژني
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره کتنه کې ویلي، اسرائیل د لوېدیځ په ملاتړ بې ګناه خلک په نښه کوي.
رویټرز خبرې اژانس خبر ورکړی، چې پزشکیان له خپل روسي سیال سره ترکمنستان په کوربتوب د سیمه ییزې غونډې په څنډه کې د منځني ختیځ په روان وضعیت د ایران او روسیې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.
پزشکیان دې کتنه کې اسرائیلو ته د ګواښ په توکه ویلي، چې د بې ګناه انسانانو له وژلو دې لاس واخلي.
دغه خبرې داسې مهال کېږي، چې پر اسرائیلو د ایران غچ اخیستونکي برید وروسته په منځني ختیځ کې کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.