پاکستان کې دوه چینایي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي

پاکستان کې دوه چینایي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي سیمه
پاکستان کراچۍ ښار د تېرې شپې چاودنې

تېره شپه ناوخته د پاکستان کراچۍ ښار جناح نړېوال هوایي ډګر ته څېرمه د چینایي انجنیرانو پر کاروان برید کې دوه تنه چینایي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، برید د هغو چینایي انجنیرانو پر موټریز کاروان شوی، چې تازه له هوایي ډګر څخه راوتلي وو.

تر چاودنې وروسته په سیمه کې پراخ اورلګېدنه رامنځته شوې او ګڼ شمېر موټر هم په کې سوځېدلې دي.

بلخوا پاکستان کې د چین سفارت هم د پېښي پخلی کړی او خپلو اتباعو ته یې د مرګ ژوبلې اوښتل تائید کړي.

د دې برید مسئولیت د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والې ډلې منلی دی.

دغه بریدونه داسې مهال کېږي، چې له نږدې ورځو کې به پاکستان د شانګهای سازمان غونډې کوربه وي.

تړلي موضوعات