د داعش او ای اېس ای ګډه پروژه؛ پاکستاني رژیم مخالفین داعش ته مطلوب دي!

د داعش او ای اېس ای ګډه پروژه؛ پاکستاني رژیم مخالفین داعش ته مطلوب دي! سیمه

المرصاد په نوم رسنۍ د معتبرو امنیتي سرچینو څخه هغه لېست ترلاسه کړی، چې پاکستان کې داعشي خوارجو لپاره مطلوب اشخاص پکې په نښه شوي او له منځه وړلو لپاره یې داعش هڅه کوي.
المرصاد وايي، چې دا لېست د داعشي خوارجو له یوې مهمې شبکې څخه امنیتي سرچینو ترلاسه کړی.

داعش ته مطلوب اشخاص اکثریت پښتانه او د پاکستان حکومت مخالفې څېرې دي. یاد کسان د پاکستان جمعیت علماء اسلام او پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او بلوچ فعالان دي.

المرصاد پاکستان کې داعش ته مطلوبو اشخاصو لېست په دې ډول خپور کړی:
د پاکستان جمعیت علماء اسلام غړي، مفتي کفایت الله د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې د یاد ګوند مسؤل، حافظ حمدالله د ګوند رهبرۍ غړی، مفتي صادق د دې ګوند غړی او د وزیرستان د مشهورې نظامیې مدرسې مشر، مولوي محمد انوار کرمه اجنسۍ کې د جمعیت علماء اسلام مشر، مولانا حفیظ الله نظامي او ایډووکېټ کامران مرتضی هغه کسان دي، چې د پاکستان د یاد ګوند غړي دي او داعش یې له منځه وړلو لپاره هڅې کوي.

همدارنګه دې لېست کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په ګډون نور باچا، نور الله ترین، زکیم خان وزیر، قاسم اچکزی، لطیف وزیري او بادشاه پشتین د دې غورځنګ نور غړي دي، چې په نښه کېدل یې پلان شوي.

یاد لېست کې د بلوچ فعالانو ماهرنګ بلوڅ، سردار اختر مينګل او ډاکټر سمیع الدین نومونه هم شته، چې داعش ته مطلوب دي.

د دې مطلوبو دایره کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د ملي ډموکراټیک غورځنګ مشر محسن داوړ نومونه هم لیکل شوي دي.

دا کسان اکثریت د پاکستان د اوسني رژیم او د پاکستاني پوځ د ظلمونو مخالفې څېرې دي، چې هر وخت پر پاکستاني حکومت نیوکې کوي او د خپلو خلکو حقونه ترې غواړي، اوس پوښتنه دا ده، چې ولې د پاکستاني حکومت او داعش اهداف ګډ دي؟ ولې د پاکستاني حکومت مخالفې څېرې داعش ته مطلوب شوې؟

د سیاسي چارو شنونکو وړاندې حریت نیوز ته ویلي و، چې پاکستاني استخبارات یا ای اېس ای اوس په مستقیم ډول داعشي خوارج روزي او د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره ترې استفاده کوي او همدارنګه یې پاکستان کې ځانګړي د روزنې کمپونه ورته جوړ کړي دي.
دوی زیاتوي، چې پاکستانۍ امنیتي ادارې په داسې ډول خپلې مخالفې څېرې د داعشي خوارجو په واسطه له منځه وړي، چې ځان پکې نا ښکېل وښيي.

د المرصاد تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې د پي ټي اېم مخکښ غړی ګیلامن وزیر هم داعش ته مطلوب اشخاصو لېست کې و، چې څه موده وړاندې اسلام اباد کې و وژل شو.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم څو ورځې وړاندې وویل، چې داعشي خوارج په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې روزنیز کمپونه لري، چې د پاکستان لخوا روزنه ورکول کېږي او افغانستان ته د بریدونو لپاره رالېږل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان کې مخکېني ترسره شوي بریدونه، چې داعشي خوارجو یې مسؤلیت منلی و، طراحان او بریدګر یې د پاکستان او تاجکستان اتباع وو، چې اسلامي امارت پر پاکستان غږ هم وکړ، چې پاکستان دې یاد هېواد کې د داعشي روزنیز کمپونو پر وړاندې اقدام وکړي.

تړلي موضوعات