پوتین او پزشکیان په ترکمنستان کې سره ګوري

پوتین او پزشکیان په ترکمنستان کې سره ګوري سیمه
انځور ارشیف

روسي رسنیو خبر ورکړی چې د لېده کاته به د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۱ مه نېټه تر سره شي.

دا چې دواړه مشران به په کومو موضوعاتو خبرې اترې وکړي، روسي رسنیو یې په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي خو د پوټین او پزشکیان ترمنځ دا لېده کاته د وخت حساسیتونو ته په کتو تر بل هر وخت مهم دي.

ورته مهال ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي اسراییلو ته خبرداری ورکړ،  چې ایران په ټول توان سره مقاومت ته چمتو دی او په دې برخه کې دې اسرایل د ایران اراده نه ازمویي.

تړلي موضوعات