قطر کې د ترکیې سفیر سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې
قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین دوحه کې د ترکیې سفیر ډاکټر مصطفی ګوکسو سره کتلي دي.
سهیل شاهین په خپله اېکس پاڼه ویلي، دې کتنه کې یې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.
نوموړي ویلي، دې کتنه کې یې د ترکیې سفیر سره د پوهنې، روغتیا او کرنې برخو او په هېواد کې د پانګونې فرصتونو په اړه هم بحث کړی دی.