سږ کال تر دې دمه له کندهاره څه باندې ۶ زره ټنه انار صادر شوي

سږ کال تر دې دمه له کندهاره څه باندې ۶ زره ټنه انار صادر شوي سوداګرۍ او اقتصاد

د کندهار ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین خبر ورکوي، چې سږ کال تر دې دمه له دغه ولایت څخه ۶ زره او ۱۵ ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

یاد مسؤلین وايي، دغه انار متحده عربي اماراتو، هند، انګلستان، قرغزستان، لبنان او پاکستان هېوادونو ته صادر شوي دي.

چارواکي دغه راز زیاتوي، چې د دې ارقامو له مخې تمه ده سږ کال به د انارو صادرات د تېرو کلونو په پرتله زیات وي.

په عین حال کې دوی د اوبو زياتوالى او د انارو د ناروغيو کموالى د دغه محصول د زياتوالي لاملونه بولي او زياتوي، چې په نږدې راتلونکي کې به نورو هېوادونو ته هم د انارو صادرات پيل شي.

بلخوا تېر کال کندهار کې د ۲۸۰ زرو ټنو انارو د حاصلاتو راټولولو اټکل شوی و، خو سږ کال مسؤلینو تر دمګړۍ د ټولو محصولاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، چې اسلامي امارت په دې لټه کې دی، چې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو لپاره داسې بدیلې لارې او مستحکم مارکېټونه پیدا کړي، چې په اقتصاد محوره پالیسي ولاړ او د ماشومانه سیاستونو تابع نه وي.

تړلي موضوعات