د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست لپاره نوی رئیس وټاکل شو

د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست لپاره نوی رئیس وټاکل شو افغانستان

د اسلامي امارت مشرتابه د ځانګړي حکم پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست لپاره نوی رئیس ټاکل شوی دی.

یاد وزارت ویلي، چې نوی رئیس ملا محمد بصير صاحب زاده د پکتيکا ولايت د علماوو شورا پخوانی غړی و، چې نن یې رسما خپله نوې دنده پیل کړه.

وزارت زیاتوي، چې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د وزارت مسلکي مرستیال مولوي احمد طه قادري، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معين مولوي محمد علي جان احمد، د سرحدي پلټنو معين محمد اسماعيل غزنوي او د دفتر رئيس نياز محمد تقي په ګډوند ټولو رياستونو رئيسانو ګډون درلود.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت همداراز ویلي، چې په دې اړه غونډه کې د سرحدي پلټنو معين د پخواني رئيس ګل زرين کوچي تېر کارونه او خدمتونه وستايل او پرځاي يې د ټاکل شوي رئيس ته د کوچيانو قوم د ستونزو په هواري کې د خير دعا وغوښته.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان کوچیان د حکومتونو له پام لرې پاتې شوي، چې اسلامي امارت بیا حاکمیت وروسته یې ستونزو حل ته پام شوی، خو دوی د لا پاملرنې غوښتنه کوي.

تړلي موضوعات