مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د ستونزو حل لپاره خبرو ته لومړیتوب ورکوي
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر پیرالبرت الساس سره کتنه کې ویلي، اسلامي امارت د ستونزو هواري لپاره خبرو اترو ته لومړیتوب ورکوي.
مولوي عبدالکبیر د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې د ټولو لوریو په ګټه بللې او د دې اړیکو د پراختیا غوښتنه یې کړې.
نوموړي له پاکستانه په جبر د کډوالو اېستل د ټولو نړېوالو اصولو خلاف کړنه بللې او له نړېوالې ټولنې یې غوښتي، د کډوالو ستونزو ته دې رسېدنه وکړي.
بلخوا د ناروې شارژدافیر هم له پاکستانه په جبر د کډوالو اېستل غندلي او ویلي یې دي، هېواد یې د نړېوالو بنسټونو له لارې د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکوي.
نوموړي د اسلامي امارت او ناروې ترمنځ اړیکې مهمې بللې او د خبرو له لارې یې د مسائلو پر حل ټینګار کړی دی.
د یادونې ده، چې تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت چارواکو د خبرو له لارې د مسائلو پر حال ټینګار کړی او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي، چې خپلې اندېښنې دې له دې لارې مطرح کړي.