الشباب ځواکونو د صومالیا مهم او ستراتېژیک ښار عدن یابال نیولی
رويټرز خبري اژانس د سیمهيیزو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې الشـ.باب ځواکونو پرون چهارشنبه د صومالیا په مرکزي برخه کې د عدن یابال ستراتېژيک او مهم ښار نیولی، چې دا ښار د حکومتي ځواکونو لپاره د عملیاتو یو مهم مرکز و.
د الشبـ. اب ځواکونو په یوه بیان کې ویلي چې د چهارشنبې د نښتو پر مهال يې ۱۰ پوځي تأسیسات او مرکزونه نیولي دي.
الشـ.باب ویلي، چې دا ښار یې له سختو جګړو وروسته تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی، چې پلازمېنې موګادیشو شمال ته شاوخوا ۲۴۵ کیلومتره فاصله کې دی.
بلخوا حکومتي سرتېرو او د دوی مسؤلینو هم منلې چې دا مهم ښار الشـ. باب ځواکونو نیولی او د دوی په خبره چې موږ تکتیکي شاتګ کړی دی.
د صومالیا اوسنی رژیم داسې حال کې دا ښار له لاسه ورکوي، چې د الشبـ.اب ځواکونو له کابو يوې مياشتې راهيسې خپل پوځي عملیات لا ګړندي کړي او د پلازمېنې موګادیشو شاوخوا سيمې يې کلابندې کړې او له مرکزه شاوخوا ۵۰ کيلومترۍ کې یې ځينې سيمې او کلي نيولي دي.
د یادونې وړ ده، چې د صومالیا اوسنی رژيم د امریکا او فرانسې سربېره د ځينو نورو غربي هېوادونو له مالي ملاتړ څخه برخمن دی خو اوسمهال دا رژيم د پاشل کېدو په حالت کې دی او داسې برېښي چې ولس هم د الشـ.باب غورځنګ سره لاس یو کړی دی.