د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر پاکستان کې له افغان سوداګرو سره وکتل

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزیر پاکستان کې له افغان سوداګرو سره وکتل سوداګرۍ او اقتصاد
پاکستان کې له افغان سوداګرو سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر کتنه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي پاکستان ته د سفر په مهال پاکستان کې مېشت افغان سوداګرو او استازو سره ولیدل او هغوی ته یې د اسلامي امارت له لوري د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.

ښاغلي عزیزي د افغان کډوالو د اېستلو په پروسه کې د حل لارو موندلو لپاره د دوه اړخیزو خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معیارونو پر بنسټ یې د کډوالو د رضاکارانه راستنېدو غوښتنه وکړه.

یاده دې وي، چې ښاغلی عزیزي پرون د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام آباد ته سفر وکړ، څو له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزېټ برخه کې ستونزې حل کړي.

تړلي موضوعات