په ټرمپ د امریکا پخوانیو ولسمشرانو نیوکې؛ د حکومت چلند ویجاړونکی او دښمنۍ ته یې مخه کړې
د امریکا پخوانیو ولسمشرانو جو بایډن او بارک اوباما د ټرمپ په ادارې وروسته له هغې نیوکې کړې، چې د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ په دغه هېواد کې زرګونه کارکونکي له دندو لرې او ګڼې ادارې تړل شوې.
سي اېن اېن ټلوېزیون وايي، بایډن په یوه غونډه کې د ټرمپ دوهمې دورې په اړه خپله لومړۍ وینا کې نیوکې وکړې او د ټرمپ ادارې چلند یې ویجاړونکی وباله او زیاته کړې ده، چې حکومت د ټولنیز امنیت سېسټم سره دښمنۍ ته مخه کړې.
په ورته مهال پخواني دیموکرات ولسمشر بارک اوباما هم په خپله اېکس پاڼه په هارورډ پوهنتون د بودیجې کمول غیري قانوني او ناوړه اقدام بللی.
د ټرمپ په اداره کې د مؤثریت څانګې مشر ایلان ماسک تر دې وړاندې ویلي و، چې امریکا کې د ټولنیز امنیت اداره (SSA) د درغلۍ لوی پروګرام دی او له امله یې باید ۷ زره کارکوونکي لرې شي.
امریکا کې د ټولنیز امنیت ادارې په خپله وېبپاڼه لیکلي، په فدارالي حکومت کې دغه خپلواکه اداره په ۱۹۳۵ کال کې رامنځته شوې او موخه یې تقاعد شویو او معلولو کسانو ته عاید برابرول دي، چې دا مهال ۶۰ زره کارکوونکي لري.