د امریکا اور وژنې ادارې ګدام کې زوروره چاودنه شوې
د امریکا کالفورنیا ایالت اړوند یولو کاونټي ښار کې د اور وژنې ادارې اړوند یوه ګدام کې له اور لګېدو وروسته زوروره چاودنه شوې.
اېن بي سي نیوز راپور ورکړی، د چاودنې وروسته د اور خپرېدو له امله خلکو ته د تخلیې امر شوی دی.
د یولو چارواکو رسنیو ته ویلي، پېښه پرون سې شنبه اسپارتو سیمې ته نږدې ګدام کې رامنځته شوې او له اور لګېدنې وروسته زلزلې ته ورته زوروره چاودنه شوې.
چارواکو په سیمه ییز وخت د سه شنبې مازدیګر مهال خبریالانو ته ویلي، چې اور لا نده مړ شوی خو د مرګ ژوبلې او د پېښې لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.
رسنیو ویلي، د پېښې ځای ته څېرمه څو سوداګریزې ودانۍ هم سوځېدلي دي.