د روسیې ستره محکمه: نن د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت نوم ایستو په تړاو پرېکړه کوو

د روسیې ستره محکمه: نن د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت نوم ایستو په تړاو پرېکړه کوو سیاست
انځور ارشیف

د روسیې «ویستی. رو» دولتي رسنۍ د د دې هېواد سترې محکمې له قوله ویلي، دغه محکمه نن پنجشنبه د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت نوم لرې کولو په اړه غونډه کې پرېکړه کوي.

سرچینه وايي، دغه غونډه د یوه روسي څارنوال په غوښتنه شوې ده.

سرچینه زیاتوي، ناسته داسې مهال کېږي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څو میاشتې وړاندې اړوندو ارګانونو ته له ممنوعه لېست څخه د اسلامي امارت نوم لرې کولو اجازه ورکړه، چې په اړه یې وروستۍ پرېکړه وکړي. 

راپور کې راغلي، دا مهال د افغانستان چارې اسلامي امارت پر مخ وړي او تازه یې، له روسيې څخه د سالنګ تونل، چې له ستراتېژیک اړخه مهم دی د بیارغونې غوښتنه کړې.

تړلي موضوعات