د کډوالو نړیوال سازمان: تېرو دوو اونیو کې ۶۰ زره افغان کډوال له پاکستانه په زور اېستل شوي
د کډوالو نړیوال سازمان (آی. او. اېم) وايي، له پاکستانه داسې مهال دغه ۶۰ زره افغان کډوال را اېستل شوي، چې هېڅ څه نلري او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه په نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې خپل مخ دې بلې خوا ته نه اړوي او زیاتوي، چې له کډوالۍ را ستنې شوې کورنۍ انتظار نه شي کولی.
تر دې وړاندې له پاکستانه راستانه شویو افغان کډوالو په خپلو مظلومانه خبرو کې ویلي و، چې ټولې شتمنۍ ترې پاکستاني حکومت په زور ګرځولې دي.
یاده دې وي، چې ګڼو نړیوالو سازمانونو له پاکستاني حکومته د افغان کډوالو وېستلو په مهال د انساني چلند غوښتنه کړې.