د چارو اداره: اختر کې مو سېلانیانو لپاره دارالامان ماڼیو، بالاباغ او پغمان تپه کې چمتووالی نیولی

د چارو اداره: اختر کې مو سېلانیانو لپاره دارالامان ماڼیو، بالاباغ او پغمان تپه کې چمتووالی نیولی افغانستان
د پغمان ماڼۍ

د چارو ادارې عمومي ریاست ویلي، چې د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو لپاره یې د دارالامان ماڼیو، بالاباغ او پغمان تپه کې اسانتیاوې په پام کې نیولې او هېوادوال کولی شي هره ورځ د سهار له ۸ د شپې تر ۱۲ بجو تفریح لپاره له یادو ځایون لیدنه وکړي.

یاد ریاست ویلي، تېر کې په یادو ذکر شویو ځایونو کې د سېلانیانو لپاره اړینې اسانتیاوې نه وې، خو اوس د کورنیو او بهرنیو سېلانیانو لپاره ځانګړي تفریحي ځایونه په پام کې نیول شوي.

د معلوماتو له مخې د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال اړوند رئیسانو سره جلسه کې د دویم شفټ فعالولو، باغونو امنیت، خدمتونو، اسانتیاوو او د تفریحي سیمو روښانه کولو په اړه لازمې پرېکړي کړې دي.

تړلي موضوعات