افغانستان د واورین پړانګانو ساتنې او پالنې ته ژمن دی
د چاپېریال ساتنې ملي اداري رئیس مولوي مطیع الحق خالص قرغزستان کې د واورین پړانګ نهمه سیمه ییزه ناسته کې د ګډون پر مهال ویلي، افغانستان د واورین پړانګانو ساتنې او پالنې ته ژمن دی.
ښاغلي خالص هېواد کې د واورین پړانګ ساتنې برخه کې لاسته راوړنو پرتو ستونزو اکولوژیکي توازن او اقلیمي بدلون ته په اشارې ویلي، افغانستان نړېوالو شریکانو سره د واورین پړانګ ساتنې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
واورین پړانګ کم پیدا وحشي ژوی دی، چې افغانستان کې هم پیدا کیږي د یاد ژوي ساتنې او نسل ورکېدو مخنیوي په موخه د قرغزستان په کوربتوب ۱۲ هېوادونو استازو ترمنځ ناسته شوې.
مولوي مطیع الحق د یو پلاوي په مشرۍ څو ورځې وړاندې د واورین پړانګ نهم سیمه ییز کنفرانس کې د ګډون لپاره قرغزستان ته ولاړ.