ټولو هېواد کې د اختر لمانځه مراسم په امن او سوله ییزه فضا کې پای ته ورسېدل
د کورنیو چارو وزارت وایي، امنیتي ځواکونو په ټول ځواک د هېواد بېلابېلو سیمو کې د خلکو امنیت لپاره ګمارل شوي.
کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، د خلکو خوښي او ارامي یې بنسټیز لومړیتوب دی او د اختر پاتې ورځو کې به د امنیت په برخه کې خپلې هلې ځلې لا پراخې کړي.
ښاغلي قانع ډاډ ورکړی، چې د تېر اختر په څېر به دا ځل هم اختر په بشپړ امنیت کې ترسره شي.
نوموړي ویلي، پولیس نورو امنیتي ځواکونو سره په بشپړه همغږۍ د هېواد په هر ګوټ کې د هېوادوالو تر څنګ ولاړ دي.