امنیتي ځواکونو تخار کې یو تن له انسان تښتونکو ژغورلی

 امنیتي ځواکونو تخار کې یو تن له انسان تښتونکو ژغورلی افغانستان
تخار کې له انسان تښتونکو ژغول شوی

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کندوز ولایت امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو د استخباراتي منسوبیونو په همغږۍ د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د تخار ولایت درقد ولسوالۍ کې یو تن له انسان تښتونکو ژغورلی.

کورنیو چارو وزارت ویلي، انسان تښتونکو یاد کس څو ورځې وړاندې د کندوز ولایت له دشت ارچي ولسوالۍ تښتولی و چې خلاصون په بدل کې یې له کورنۍ د ۵۰ زره ډالرو غوښتنه کړې وه.

د سرچینې په وینا د یاد کس د تښتونې په تړاو امنیتي ځواکونو درې تنه نیول هم دي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلیي او قضایي ارګانونه ته ور وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونه د انسان تښتونکو پر وړاندې جدي مبارزه کوي، چې تر دې مهال یې د انسان تښتونې په تړاو ګڼ بانډونه نیولي او د عدلت منګولو ته یې سپارلي.

تړلي موضوعات