د فلسطین جهادي غورځنګونه: غزه کې اوربند او جګړې بندول له رښتیني تضمین پرته سیاسي جال دی

د فلسطین جهادي غورځنګونه: غزه کې اوربند او جګړې بندول له رښتیني تضمین پرته سیاسي جال دی نړۍ
غزه کې د اوربند هڅې

فلسطین کې د ملي او اسلامي ځواکونو د تعقیب کمېټه چې فلسطیني جهادي غورځنګونه هم په کې شامل دي وايي، غزه کې اوربند بايد واقعي او د سياسي موخو لپاره نه وي. 

دوى ټينګار کړى، غزه کې هر ډول اوربند چې د جګړې درولو، د اشغالګرو بشپړ وتلو، د محاصرې پای او بيارغونې لپاره رښتیني تضمین ونه لري د سياسي جال په شان دى، چې د مقاومت پر ځاى اشغال ته دوام ورکوي. 

فلسطیني جهادي غورځنګونو داسې مهال غزه کې په واقعي معنا اوربند ټينګار کړى، چې دا مهال د حماس مرکچي پلاوى قاهره کې له منځګړو سره د دايمي اوربند ټينګښت، په بشپړ ډول د اشغالګرو وتل او بنديانو تبادلې په موخه په خبرو بوخت دى.  

خو دې خبرو کې د وړانديز شوې طرحې ځينې موارد دي چې د حماس مرکچي پلاوى يې د تعجب وړ بولي. 

په ورته مهال حماس ويلي، د منځګړو له لوري وړانديز شوې طرحه به په لوړه ملي کچه وڅېړي او په نږدې وخت کې خپل ځواب وړاندې کړي.

تړلي موضوعات