تورخم ښارګوټي کې راغلو کډوالو لپاره مخابراتي اسانتیاوې برابرې شوې

 تورخم ښارګوټي کې راغلو کډوالو لپاره مخابراتي اسانتیاوې برابرې شوې افغانستان
انځور ارشیف

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویلي، د ننګرهار تورخم ښارګوټي عمري کمپ کې یې د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مخابراتي خدمتونو برابرولو په موخه ۵ مخابراتي سایټونه فعال کړي دي.

د یاد وزارت د خبر له مخې، هرې کډوالې کورنۍ ته ۳ وړیا سیمکارټونه ورکول کیږي، چې ۱ جي بي انټرنېټ او زر وړیا دقیقې هم لري.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې، یاد سیمکارټونه د کډوالۍ په فورمو ثبت او راجسټر کیږي، چې تر ۴میاشتو به فعال وي، خو له هغې وروسته د سیمکارټ درلودونکي اړ دي چې د مخابراتو وزارت د اترا ادارې د طرزالمعل مطابق خپل سیمکارټونه ثبت کړي.

د یادونې ده، چې دا مهال له پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لړۍ دوام لري، چې د راپورونو له مخې تېرو دوو ورځو کې شاوخوا اته زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

تړلي موضوعات