د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د امریکا له لوري د تعرفو لوړول به د افغانستان مخ پر ودې سوداګرۍ ته زیان ورسوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د امریکا له لوري د تعرفو لوړول به د افغانستان مخ پر ودې سوداګرۍ ته زیان ورسوي سوداګرۍ او اقتصاد
امریکا ته د افغانستان صادرات

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان پر صادراتو د امریکا ۱۰ سلنې تعرفې وضع کولو په غبرګون کې ویلي، دغه اقدام به بېلابېلو برخو کې د افغانستان سوداګرۍ ته زیان ورسوي.

  یاد وزارت ویلي، د تعرفو لوړول به لاسي صنایعو، غوړېدونکې سوداګرۍ، کوچنیو کاروبارونو او په ځانګړي ډول کارګرو ښځو ته زیان واړوي.

 د صنعت او سوداګرۍ په خبرپاڼه کې راغلي، دا ډول سوداګریز فشارونه افغانستان اقتصادي ودې پر وړاندې خنډ کېدای شي.

 یاد وزارت له امریکا او نورو هېوادونو غوښتي، له افغانستان سره دې په سوداګریزو اړیکو کې رغوونکی او ملاتړی چلند وکړي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه حکم له مخې امریکا ته له یو شمېر هېوادونو په وارداتي سوداګریزو توکو ۵۰ سلنه تعرفه لوړه کړه.

تړلي موضوعات