پوهنې وزارت: تېر کال د پوهنې اړوند نږدې ۱۰۰۰ بابه ښوونځیو او اداري ودانیو بیارغونه شوې
پوهنې وزارت ویلي، د تېر ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې د پوهنې اړوند په ټول هېواد کې ۹۵۴ بابه تدریسي او اداري ودانیو بیا رغونه شوې.
د یاد وزارت د ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس مولوي سمیع الحق حماس په وینا، پر یادو ودانیو ۴۵۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.
بلخوا د اسلامي امارت چارواکو په وار وار په خپلو څرګندونو کې د زده کوونکو لپاره د ښه چاپېرېال رامنځته کېدو باندې ټینګار کړی او په دې برخه کې یې هر راز ژمنتیا ثابته کړې ده.
یاده دې وي، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د افغانستان هغه ښوونځي چې د جګړو په مهال ویجاړ شوي وو، ډېری بیا رغېدلي دي او د ځینو د بیارغونې چارې روانې دي.