پاکستان کې وسله وال برید؛ ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستان کې وسله وال برید؛ ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې سیمه
پاکستان کې د ډبرو سکرو یو کان

نامعلومو وسله والو په پاکستان کې د ډبرو سکرو پر یوه کان برید کړی، چې له امله یې ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

پاکستاني رسنۍ وایي، چې دې برید کې ۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

ډان نیوز وایي دا برید تېره شپه ناوخته د پاکستان د بلوچستان ایالت په ډاکي سیمه کې شوی دی.

ویل کېږي تر اوسه د ولسوالۍ روغتون ته شل جسدونه او شپږ ټپيان ور وړل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې پاکستان کې پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو او د کانونو پر کارکوونکو وسلوال بریدونه زیات شوي دي؛ چې شنونکي یې پاکستان اقتصاد ته لوی زیان بولي.

تړلي موضوعات