اسلامي امارت په سیمه ییزه او نړېواله کچه ځای پیدا کړی

اسلامي امارت په سیمه ییزه او نړېواله کچه ځای پیدا کړی افغانستان
د افغان - قزاق نندارتون کې ګډون کوونکي افغان سوداګر

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي الماتا ته سفر کوونکو د خصوصي او دولتي سکټور له استازو سره عمومي ناسته کې ویلي، اوس اسلامي امارت په سیمه ییزه او نړېواله کچه خپل ځای پیدا کړی دی.

نور الدین عزیزي له دغو استازو غوښتي، چې الماتا کې له نندارتون څخه تر ټولو ډېره ګټه پورته کړي په خبره یې، دا ډول نندارتونونه د سوداګرۍ د نړېوال توب ته زمنیه برابروي.

د افغان – قزاق نندارتون کې به د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ ۲۵۰ سوداګر هم ګډون وکړي، چې تر ډېره به غالۍ، وچه مېوه، زعفران، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې نندارې ته وړاندې شي.

دې نندارتون کې به له افغانستان څخه ۶۹ شرکتونه په ۸۰ غرفو کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته کېږدي.

ټاکل شوې د افغان – قزاق نندارتون به د روانې اکتوبر له ۱۹ مې نېټې تر ۲۲مې پورې د قزاقستان الماتا ښار کې جوړ شي.

تړلي موضوعات