پاکستان د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره له تاجکستان مرسته غوښتې

پاکستان د افغانستان د بې ثباتۍ لپاره له تاجکستان مرسته غوښتې افغانستان
بدخشان کې د پاکستاني استخباراتو نیول شوی کس

د پاکستاني استخباراتو له لوري ګمارل شوي جاسوس اعتراف کړی چې د واخان د بې ثباته کولو لپاره اسلام اباد له دوشنبې سره اړېکه کې دی!

د افغانستان د بې ثباته کولو دا پټې هڅې د عظیم الله فاروقي چې په راسخ مشهور دی، په نېول کېدو افشار شوې.

عظیم الله مهشور په راسخ چې د بدخشان یفتل پایان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی او دا مهال تخار کې ژوند کوي د اسلامي امارت ځواکونو له لوري پاکستان ته په جاسوسۍ نېول شوی دی.

د نیول شوي جاسوس(( عظیم الله فاروقي مشهور په راسخ)) کېسه د نورو جاسوسانو په څېر ډېره پېچلې نه ده، عبدالیقین لومړنی کس دی چې 

عظیم  الله فاروقي یا راسخ سید رضا هاشمي ته ور پېژني.

سید رضا هاشمي بیا د بدخشان کشم ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی د افغانستان ژغورنې او عدالت غوښتنې غورځنګ رئیس دی او د پاکستاني استخباراتو سره د جاسوسۍ ۷ کلنه سابقه یا مخېنه لري.

عظیم الله فاروقي یا راسخ کېسه کوي چې سید رضا هاشمي پاکستان ته ور وبللو او د اسلام اباد افغان هاوس هوټل کې یې د پاکستاني استخباراتو له مهمو غړو لکه کرنل خالد، کرنل شاهد، لیاقت علي پاچا او د جمهوریت تېرې ادارې د څو لوړ پوړو چارواکو سره یې ګډه ناسته وکړه.

دې ناسته کې سید رضا هاشمي چې د پاکستاني استخباراتو پخوانی ۷ کلن مهم مشر جاسوس دی، عظیم الله فاروقي ته یوه طرحه ورکوي.

دا طرحه تر ډېره په دې راڅرخي چې څرنګه ممکنه ده له پاکستان څخه افغانستان ته د داعشي جنګیالیو تګ ته لارې وموندل شي؟

په دې اته مخېزه طرحه کې ټول پام په دریو ولایتونو کونړ، نورستان او بدخشان ور ټول دی څو د لارو په موندلو هلته داعش جنګیالي واستول شي!

د اسلام اباد ناستې بله موضوع چې عظیم الله فاروقي ته یې د سرته رسولو دنده ورکړل شوې هغه د تېرې ادارې پوځیان او د ناراضه طالبانو انسجام دی او په دې اړه یې خلکو سره کتنې هم کړي او ځېنې ملاتړي یې هم موندلي دي!

نیول شوي جاسوس له یو بل لوی راز هم پرده پورته کړې، دا د لېکونو تبادله ده چې د تاجکستان تر ولسمشره رسېدلي او بلاخره اسلام اباد او دوشنبه په دې سلا شوي چې واخان ناامنه او د افغانستان اقتصادي ګټې سبوتاژ کړي.

تړلي موضوعات