غزه کې د اسرائیلو یو کلن خونړي ماموریت تر ټولو زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي!

غزه کې د اسرائیلو یو کلن خونړي ماموریت تر ټولو زیات قربانیان ښځې او ماشومان دي! نړۍ
انځور ارشیف

د الجزیرې انګلېسې برخې د راپور له مخې غزه کې د یو کال په تېریدو د اسرائیلو بریدونو کې ۶۹ سلنه ښځې او ماشومان په نښه شوي.

اشغالګر اسرائیلو په تېر یوه کال کې په خپلو بمباریو کې ۴۱زره ۹۰۹ تنه شهیدان او ۹۷زره ۳۰۳ تنه نور ټپیان کړي دي.

د راپورونو له مخې د شهیدانو له ډلې یې ۱۶زره ۷۵۶ ماشومان او ۱۱زره ۳۴۶ یې ښځي دي، چې داد تېر یوه کال د جګړې د قربانیانو ۶۹ سلنه تشکیلوي.

دغه راز په تېر یو کال کې د ۹۷ زره ۳۰۳ تنو فلسطینیانو د ټپي کېدو ترڅنګ د لسګونه میلیارد ډالرو په ارزښت زیربناوې له منځه وړل شوې او په میلیونونو نور له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د جګړې ترڅنګ لوږه او غربت نور هغه څه دي چې هره ورځ له مظلومو فلسطینیانو ژوند اخلي.

تړلي موضوعات