له نتنیاهو د خپلو او پردیو کرکه؛ د جنګ پخوانی وزیر اسرائیل لاریون ته هڅوي!

له نتنیاهو د خپلو او پردیو کرکه؛ د جنګ پخوانی وزیر اسرائیل لاریون ته هڅوي! نړۍ
انځور ارشیف

د اسرائیلو پخوانی د جنګ وزیر «موشي بوګي یعلون» ویلي، چې د نتنیاهو حکومت جنایتکاره ډله ده او پر اسرائیلو یې غږ کړی چې د دې لوی ګواښ د منځه وړو لپاره دې واټونو ته ووځي.

 

تسنیم خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د جرمي ډلې سر مشر دی او کابینه کې خپل مخالفین له منځه وړي.

 

یعلون په اسرائیلو کې د چټک بدلون پر اړتیا ټېنګار کړی دی.

یعلون زیاته کړې، وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې اسرائیلي پوځیان د جګړې له ډګره ووځي او د نژاد پرسته، نفرت پرسته او دیکتاتورۍ له فاسدو کړیو ځان وژغوري.

 

ورته مهال په اسرائیلو کې د اپوزیسون مشر یایرلاپېد تېره شپه د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ته د ناپوه او احمق خطاب کړی او زیاته کړې ده چې دغه کس په احمقانه ډول اسرائیلي پوځیان په جګړو کې ښکېلوي او د همدې موضوع لپاره یې د دفاع وزیر ګالانت له دندې ګوښه کړی.

 

دا په داسې حال کې ده چې په اسرائیلو کې د ژورو اختلافاتو زیاتېدو په موخه یو شمېر چارواکي د دغه هېواد له لومړي وزیر سره په منځني ختيځ کې د روانو جګړو په موخه مخالفتونه را څرګندوي او وخت ناوخته په دغه هېواد کې د نوي بدلون په موخه په زرګونو اسرائیلیان په نتنیاهو د کودتا چیغې وهي.


تړلي موضوعات