فرانسې د اسرائیلو غوښتنه رد او د لبنان ملاتړ یې اعلان کړ

فرانسې د اسرائیلو غوښتنه رد او د لبنان ملاتړ یې اعلان کړ نړۍ
د فرانسې ولسمشر امانیول ماکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون پلازمېنه پاریس کې د یوې غونډې پر مهال لبنان کې د بېړني اوربند غوښتنې ترڅنګ له بېروت خپل ملاتړ اعلان کړ.

ماکرون ګواښ کړی، که اشغالګر اسرائیل لبنان کې جګړه ونه دروي ګڼ نور هېوادونه به د اسرائیلو په خلاف د لبنان ترڅنګ ودرېږي.

نوموړي د روانې اکتوبر میاشتې وروستیو کې د لبنان د ملاتړ په موخه د یوه نړېوال کنفرانس د رابللو خبر هم ورکړی دی.

د فرانسې ولسمشر داسې مهال د اسرائیلو په خلاف د لبنان ملاتړ ته ور دانګې چې وړمه ورځ یې د غزې او لبنان په جګړه کې د اسرائیلو له ملاتړه لاس واخیست، چې د نوموړې دې پرېکړې د اسرائیلو لومړي وزیر غبرګون را وپارولو.

تړلي موضوعات