اووم اکټوبر؛ پر افغانستان د امریکايي یرغل وحشیانه ورځ
له نن څخه ۲۳ کاله وړاندې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په ۷ مه امریکايي اشغالګرو او ملاتړو یې پر افغانستان پوځي یرغل وکړ.
امریکا په دې دروغجنه پلمه چې ګنې د هغه وخت اسلامي امارت القاعده ډلې ته مرکزونه ورکړي، پر افغان خاوره یې هوايي بریدونه پیل کړل؛ چې د دې یرغل تر شا د امریکا لوی شوم ستراتیژیک اهداف و، چې پر افغانستان یرغل لپاره یوې بهانې ته سترګې په لار و.
د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د سپټمبر یوولسمې پېښې په غچ پر افغانستان د بریدونو اعلان وکړ.
امریکا او متحدینو یې د افغانستان هوايي ډګرونه او نور تاسیسات په کروز او هوایي بمبار کې په نښه کړل چې دغو بریدونو د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر تر لومړۍ نېټې دوام وکړ او په پایله کې یې د شمال ټلوالې خپلسري وسله وال په کابل راننوتل.
د شاوخوا شل کلن اشغال په پایله کې امریکا پر افغان خاوره له هېڅ ډول وحشت مخ وانه ړاوه، سلګونه زره افغانان یې شهیدان، کلي او کروندې یې د بارودو په اور لولپه کړې، سلګونه زره نور یې ټپیان او پر افغانانو یې د ګوانتانامو، پلچرخي او بګرام زندانونه ډک کړل.
خو افغانانو د امریکا اوناټو یرغلګرو هر ډول وحشت وزغملو او پر وړاندې پرېکنده جهادي مبارزه پیل کړه، چې په دې شل کلنه مبارزه کې یې د امریکا او ناټو زرګونه عسکر ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل.
د سیاسي او پوځي چارو شنونکي وايي، امریکا او ناټو نه یوازې دا چې افغانستان کې خپل شوم اهداف ترلاسه نه کړل، بلکې په لسګونه زره سرتېري یې و وژل شول او ټپیان شول او په نړېواله کچه د امریکا د زبرځواکۍ طلسم مات شو او بیرته هغه د افغان ملت رښتیني بچیان پر افغانستان حاکمان شول، د کومو له منځه وړلو لپاره چې دوی شل کاله زور او زر استعمال کړل.
د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه چې بلاخره د اسلامي امارت مجاهدینو او افغان ملت سرښندونکې جهادي مبارزې په پایله کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ورستیو کې اخري یرغلګر عسکر له افغانستان ووت او په دې ډول یې خپل شل کلن خونړی ماموریت امریکا په بې شرمۍ او نړېوال حیثیت بایللو سره پای ته ورساوه.