اسلامي امارت دې په لاس ورغلي فرصت څخه ګټه واخلي

اسلامي امارت دې په لاس ورغلي فرصت څخه ګټه واخلي داشغال دوه لسیزې
د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملامحمدحسن اخوند

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملامحمدحسن اخوند له لوري د زمري ۲۴مې په مناسبت خپور شوي پیغام کې یو لړ سپارښتنې او لارښوونې شوې.

په دې پیغام کې ښاغلي رئیس الوزراء پر ټول ولس، مجاهدینو او مسؤلینو غږ کړی چې د جهاد له بریالیتوب وروسته یې دنده او مکلفیت پای ته نه دی رسېدلی.

ملا محمد حسن اخند په خپل پیغام کې ویلي، د اسلامي نظام د ټینګښت، د سولې او ثبات د پایښت، د هېواد او ولس د معنوي او مادي ښېرازۍ لپاره باید په ټول توان سره د شل کلن جهاد د شهیدانو، کونډو، یتیمانو او معلولینو ارمانونو ته د عمل جامه ور واغوندو.

رئیس الوزراء زیاته کړې، اسلامي امارت ته په اوس کې د اسلامي نظام د استحکام، د هېواد د ودانولو، د هېوادوالو د سر، مال او عزت خوندي کولو او د تېرو جګړو د خسارو د جبران تر ټولو لوی مسئولیت ور له غاړې دی، چې باید په پوره اخلاص او جدیت سره خپل مسئولیت ته متوجه و اوسو.

د زمري ۲۴مه د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ او د امریکا په مشرۍ د ناټو یرغل د سرکوب کېدو او د دوی تر سیوري لاندې جوړ شوي حکومت د نسکوېدو ورځې سره برابره ده.

تړلي موضوعات